د مرکزي بغلان سل بستریز روغتون کې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د جدي پاملرنې څانګه پرانیستل شوه

کابل، د مرغومي ۲۹ مه، باختر
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او هڅو د اغاخان بنسټ په مالي لګښت د مرکزي بغلان په سل بستریز روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د جدي پاملرنې څانګه پرانیستل شوه.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي وویل، چې د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره دغه معیاري څانګه د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت جوړه شوې، چې ټوله ماشینري یې معیاري او دغه څانګه کولای شي چې د ولایت په کچه د هغو ماشومانو درملنه وکړي چې په شرایطو برابر وي.
د اغاخان دفتر همغږي کوونکي ډاکټر نظام الدین جلیل وویل، چې د ناروغانو د اړتیا سره یاد دفتر دغه وسایل د مرکزي بغلان سل بستریز روغتون ته وپېرل څو د ناروغانو سمه درملنه پرې وشي.
د مرکزي بغلان ولسوال مولوي محمد حسن شهاب د اغاخان له بنسټ څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې هم عامې روغتیا ریاست د درملو، وسایلو او ډاکټرانو د زیاتوالي په برخه کې د مرکزي بغلان روغتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي.