خبرونهښوونه او روزنه

د مرکزي بغلان د کډوالو په ښارګوټي کې د ۲۷۴ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړېږي

کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر

د بغلان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست مسؤلین وايي، چې  په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو ښوونځی د یونسیار په مالي لګښت د ۲۷۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د جوړېدو په حال کې دی.

د بغلان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس حاجي ابراهیم عمري وايي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کډوالو په  ښارګوټي کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې د یونسیار په مالي لګښت پیل شوې چې ۴۰ سلنه چارې یې بشپړې شوي او پاتې کارونه به یې هم په نژدې راتلونکي کې په ښه کیفیت سره بشپړ شي.

حاجي ابراهیم زیاته کړه چې د دې ښوونځي د جوړولو چارې یونسیار دفتر یوه خصوصي شرکت ته سپارلي او د ۲۷۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت سره جوړېږي.

د یادونې وړ ده، چې  په راتلونکو میاشتو کې به د دې ښوونځي د جوړولو چارې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته