د مرستې رسولو د يو مرکز مسوول پرون په غور بندکې وتښتول شو
کابل باخترد ثور دمياشتې ٤ :
طالبانوپه غورکې د يوه مرستندوى مرکز مسوول وتښتاوه.
محمدداودکله چې له خپلو دوو تنو همکارانوسره د ځينو پروژو د سروې لپاره د تولک ولسوالۍ ته روان و؛ په لاره کې دطالبانو له خوا وتښتول شو.
دغور د والي ويندوى خطيبي باخترآژانس ته وويل: طالبانو ددغه مرکز د مسوول د سپرلۍ موټر ته اور اوچاوه اوهغه يې له ځان سره بوته او د هغه دوه همکاران يې خوشې کړل.
خطيبي زياته کړه: د پيښې په اړوند د امنيتي ځواکونو پلټنې پيل شوې دي .
تراوسه پورې د محمدداود د تښتولو علت معلوم نه دى او وسله والو طالبانو په
دې باب څه نه دي ويلي .
دغه مرستندوى مرکز له لسوکلونو راپه دې خوا په غورکې د روغتيا، کرنې او د بيارغاونې په برخوکې فعاليت کوي.