د مرحوم داکټرعبدالصمد حامد د فاتحې اعلان
کابل باختر دمرغومې ١٧
مرحوم داکټرعبدالصمد حامد ، د وخت د مشرقي د نایب الحکمه سردار عبدالرازق خان خوږیاڼي زوی په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې یې نړۍ ته سترګې وغړولې.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په ننګرهار او کابل کې بشپړې او خپله دوکتورا یی له دوست هیواد سویس څخه ترلاسه کړه.
د پوهنې وزارت او د کابل په پوهنتون کې د دندې د ترسره کولو څڅه وروسته د وخت د شاهي دولت د پلان وزیر او د عظمی صدارت مرستیال شو.
خو د اکټرعبدالصمد حامد د تیرې یکشنبې په سهار د ورپیښې ناروغۍ له امله له نړۍ څخه سترګې پتې کړې. او جنازه مخکی په پلارنی هدیره کی خاورته سپارل شوی .
همدارنګه د دوشنبې په ورځ یې د فاتحې مراسم د کابل په عیدګاه جومات کې د ماسپښین ۱:۳۰ بجو څخه تر ۳:۰۰ بجو پورې دده د کورنۍ، د خوږیاڼیو د ملي یوالي شورا او دننگرهار ولسونو لخوا اخیستل کیږي.