ټولنه

د مخابراتو پخوانى وزير انجنير محمداکرم وفات شو

  کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن د انجنير محمداکرم د جنازې د ښخولو په مراسموکې ګډون وکړ.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ارواښاد انجنير محمداکرم د هېواد يو ملي او مجاهد شخصيت و.
دى د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه، وفات شو .
حامدکرزي د خپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب دانجنير محمد اکرم  کورنۍ او دوستانو ته څرګند کړل او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه يې متوفى ته فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله وکړه .
دغه راز حامدکرزي په يوه پيغام کې ويلي دي: اروښاد انجنير محمداکرم د هېواد يو ملي او مجاهد شخصيت و چې خپل ګران عمر يې هېواد او هيوادوالو ته خدمت ته وقف کړ.
دى د هېواد يوه ستره جهادي څېره وه او د افغانستان د خلکو د جهاد له برياليتوب وروسته د مجاهدينو د حکومت په دوران کې يې د مخابراتو د وزير په توګه دنده ترسره کړې وه .
د خپلې ژورې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ او پاتې کسانو ته څرګندوم او  د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ او پاتي کسانوته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته