د مخابراتو وزارت معين: موږ په دې باب زور نه شو اچولى

کابل  باخترد  وري  دمياشتې  ٢٥ :
په داسې حال کې چې په هيواد کې د سيمې د هيوادونو په پرتله دټيلفوني خبرو بيه لوړده، خو دمخابراتو او د معلوماتي تکنالوجى وزارت مسوولين وايي: دوى هلې ځلې کوي چې د سالمې سيالۍ له لارې خصوصي شرکتونه دټيلفوني خبرو د بيو کمښت ته وهڅوي.
د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوجى  وزارت معين انجينر بريالى حسام د باخترآژانس  له خبريال سره په مرکه کې وويل: بيې د آزادې سيالۍ له مخې ټاکل کيږي اوپه يوه مخابره کې د يوې دقيقې بيه لګول کيږي.
دهرو دريو مياشتو او د هرکال په پاى کې د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوجي  وزارت د مقرراتي ادارې له خوا څيړل کيږي، له بيا څيړنې او له مخابراتي شرکتونوسره له محاسبې وروسته، سلامشورې کيږي. د بيو په باب تصميم نيول  کيږي. خو د مخابراتي او د معلوماتي تکنالوجي وزارت د خبرو د بيو دکمښت په خاطرپه هغوى زور نه اچوي.
انجينرحسام زياته کړه: په څو وروستيو کلونوکې د مخابراتو په برخه کې زيات خدمتونه ترسره شوي دي. څلور خصوصي شبکې او يوه دولتي شبکه او د آى اس پي څلورڅلويښت شرکتونه په هيوادکې دمخابراتي خدمتونوپه وړاندې کولو بوخت دي او دهيواد په سلو کې اته اتيا وګړي له دغوخدمتونو څخه ګټه اخلي.
موږ دمخابراتي پرمختيا دصندوق  له لارې شرکتونه هڅولي دي، په هغو سيموکې چې تراوسه پورې له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي؛ پانګه واچوي اودغه پروګرام زموږ دکار په لومړيتوب  کې دى.
ده زياته کړه: د پخوا په پرتله دموبايل د سيټونو اومخابراتي خبروکې د يادونې وړ کمښت رامنځته شوى دى. دمثال په  ډول: اوس له هيواد څخه  بهر ته د يوې دقيقې ټيلفوني خبرو بيه له پنځه څخه ترلسو افغانيو پورې ده اوپه کورني خبرې له يوې څخه ترپنځو پورې زياته نه ده چې دا بشپړ توپيرښيي او دغه راز د مخابراتي  خدمتونو کيفيت د تيروکلونو په پرتله زيات ښه شوي دي.
انجينر بريالي حسام  وويل: د افغان تيلي کام شرکت د دولتي شرکت په توګه د نورو مخابراتي شرکتونو ترڅنګ د  جي-اس-ام  دخدمتونو په وړاندې کولو بوخت دى او د (تري جي) د خدمتونو د وړاندې کولو د اړتيا وړ تجهيزات په باب چې په راتلوونکي کې به دغه خدمتونه وړاندې کړي؛ کاردوام لري اوپه راتلوونکو شپږو مياشتو کې دغه خدمتونه لومړۍ درجه ولايتونو ته پراخوي اوپه راتلوونکو دوو کلونو کې په ټوليزه توګه په ټول افغانستان کې د افغان تيلي کام  شبکه فعالوو چې له نورو خصوصي شرکتونوسره يوازې د جي- اس-ام او (تري جي )خدمتونو وړاندې کړي.
دمخابراتو  او د معلوماتي تکنالوجي وزارت تخنيکي معين زياته کړه: دافغان تيلي کام شرکت  د (تري  جي) د فعاليت  دهر جواز له ويشلوڅخه پنحۀ ويشت مليونه امريکايي ډالره  اخلي او تراوسه پورې دريو شرکتونو دغه جواز ترلاسه کړى او له څلورم شرکت سره په خبرو بوخت  يو چې له دې لارې دولت ښه عوايد ترلاسه کړي دي.
ده دمخابراتوپه سکټورکې د پانګې اچونې اندازه کابو يو ملياردو اته سوه زرو ډالره  وبلل  چې سلو زرو تنو ته په مستقيم او غيرمستقيم ډول دکار  زمينه برابره شوې ده.
انجينر بريالي حسان  زياته کړه: ددغه وزارت يو لومړيتوب دهيواد په بېلابېلو سيموکې دمخابراتي برجونو پراختيا ده چې له دې لارې هغه ساحې چې تر اوسه پورې په مخابراتي خدمتونو برلاسي نه لري؛ ترپوښښ لاندې ونيول شي چې ددغه پروګرام په تحقق سره به په افغانستان کې نور دوه سوه شل نور کلي له مخابراتي  خدمتونو څخه ګټه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته