خبرونهاقتصادTOPټولنهټکنالوژي

د مخابراتو وزارت: لس میلیونه سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت شوي دي

کابل، د چنګاښ ۱۸مه، باختر 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسئولین وايي چې د دغه وزارت د سیمکارټونو د طرزالعمل د تطبیق له پیله تر اوسه پورې؛ ۱۰میلیونه مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت او راجسټر شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ویاند عنایت الله الکوزي، په خپله ټولنیزه شبکه «اکس» کې لیکلي دي: «په کابل کې د مخابراتي سیمکارټونه د ثبت پروسه ۶۰ سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰ سلنه به هم لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي».

الکوزي زیاته کړې چې ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر لارښوونه شوې، چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له «اترا» ادارې څخه نوي سیمکارټونه ترلاسه کړي.

د الکوزي په وینا، که څه هم د سیمکارټونو د ثبت پروسه په افغانستان کې پر یوې پیچلۍ موضوع بدله شوې وه او د حل په موخه یې مؤثر ګامونه نه وو پورته شوي؛ خو اوس د افغانستان د مخابراتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ټول استفاده کېدونکي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت او راجسټر کېږي.

هېره دې نه وي چې اوسمهال په افغانستان کې د فعالو مخابراتي سیمکارټونه شمېر ۲۳ میلیونو ته رسېږي او په قانوني ډول د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر بهیر دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته