اقتصاد

د مخابراتو وزارت سرپرست: د نامحدودو مخابراتي خدمتونو بیه ٣٠ سلنه ټيټه شوه

– کابل/ باختر/ د زمري ٢مه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي، نن په یوه خبري غونډه کې د شرکتونو او کورنیو مشتریانو لپاره د انټرنټ د نامحدودو خدمتونو د بیې د کموالي خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په غونډه کې د نامحدودو انټرنټي خدمتونو د بیې د کموالي په باب جزئیات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په شرکتونو او دفترونوکې د نامحدودو انټرنټي خدمتونو بیه ٣٠ سلنه کمښت موندلې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې: له دې وروسته د شرکتونو لپاره د هرې (ام.بي) انټرنټ بيه له ۹۶ ډالرو څخه ۶۰ ډالرو ته ټيټه شوې ده.
هاشمي زیاته کړه چې د ارزان او با کیفیته انټرنټي خدمتونو وړاندې کول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له اصلي لومړيتوبونو څځه دي.
د هغه د څرګندونو له مخې: د ۳ او ۴(جي.بي) نامحدودو مخابراتي بستو د خدمتونو د بیې د کموالي لپاره هڅې دوام لري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست، په بلخ کې د مخالفینو له لوري د امنیتي ګواښونو په دلیل د مخابراتي شبکو د خدمتونو د محدودیتونو ايجاد ته په اشارې وویل: ګواښل او د عامه خدمتونو ویجاړول او درول چې اصلي کارونکي یې خلک دي؛ له خلکو سره مستقیمه دښمني ده.
د هاشمي د څرګندونوله مخې: په سلوکې سل د مخابراتي شبکو د امنیت تامین آسانه کار نه دی، خو خصوصي مخابراتي شرکتونه باید د د ښمن ګواښونوته زياته پاملرنه ونه کړي.
د سلام مخابراتي شرکت رییس اجمل عیان په غونډه کې د زيربنا، د دوامدارې برېښنا نشتوالۍ او نا امنۍ له هغو دلیلونو څخه وبللې چې په هېوادکې د مخابراتي خدمتونو پر بیه اغېزه لري.
هغه څرګنده کړه چې د سلام مخابراتي شرکت به د خپل انټرنټي خدماتو بیه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت چې د میاشتې تر لسمې پورې ده؛ ټيټه کړي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته