د مخابراتو وزارت سرپرست، په چین کې د ټکنالوژۍ نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه
کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني، په چین کې د ټکنالوژۍ نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي، په خپله «اکس» ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني او مل پلاوي چې د انټرنټ په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی و؛ د کنفرانس په درېیمه ورځ یې د ټکنالوژۍ اړوند نندارتون څخه چې د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو ګډون کړی و؛ لیدنه وکړه او د کوربه هېواد د استازو له لوري ورته د اړونده وسایلو، تجهیزاتو او ټکنالوژیکي وسایلو معلومات ورکړل شول».
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، د یاد کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې، د انټرنټ او په اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ پر ارزښت، له مخ پر ودې هېوادونو سره د ټکنالوژۍ او زیربناوو ته د لاسرسي په موخه د پرمختللو هېوادونو پر همکارۍ، د مصنوعي ځیرکتیا پر سالمې ګټې اخیستنې او د وروسته پاتې هېوادونو د ډیجیټل انزوايي حالت څخه پر وتلو ټینګار کړی دی.
د انټرنټ نړیوال کنفرانس چې د چین په اوژن ښار کې د روان میلادي کال له ۱۹مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې جوړ شوی و؛ په کې د ټکنالوژۍ اړوند بېلابېلې برخې نندارې ته اېښودل شوې وې