ټولنه

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخواني وزير له استيناف محکمې څخه برائت ترلاسه کړ

کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د درندو جرمونو د استيناف محکمې نن په يوه علني محاکمه کې د مخابراتواو معلوماتي تکنالوژۍ  د پخواني وزير عبدالرزاق  وحيدي د بې ګناهۍ حکم  صادر کړ .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، عبدالرزاق  وحيدي په يوه غيابي  محاکمه کې د مالېې وزارت د معين په توګه د خپل ماموريت په وخت کې له وظيفوي  واک څخه د ناوړې ګټې اخستنې په تور د ابتداييه محکمې له لورې د درې کاله تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شو او د ١٣٩٨ کال دوري په مياشت کې ونيول شو او جېل ته ولېږدول شو .
دغه راز محکمې د احمدي مطبعې شرکت مرستيال حشمت الله په شپږ کاله بند او د نولسو مليونو افغانيو په نغدي جريمې محکوم کړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته