ټولنه

د محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
په حاجي خطيب  صاحب مشهور  دارواښاد حاجي  عبدالرحيم فراهي دمړينې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني  د ډاډ ګيرنې پيغام .
په خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ارواښاد حاجي عبدالرحيم فراهي  دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه  ديوسلو درې کلنۍ په عمر وفات شوى دى .
ارواښاد  حاجي عبدالرحيم ددين ديو عالم په توګه په ځانګړي توګه په هيواد کې دسولې دتامينولو او دافغانستان مسلمانو او ديندارو خلکو ته دښوونې او روزنې په برخو کې دارزښتناکو ديني خدمتونو جوګه شوى دى .
په دې وسيله  دارواښاد دمړينې له امله دخپل ژور خپګان مراتب دارواښاد کورنۍ او خپلوانو او دافغانستان مسلمان ملت ته څرګندوم اومړينه يې دافغانستان دديني عالمانو په ټولنه کې يوه ستره ضايعه بولم .
دافغانستان  مسلمان خلک به  هيڅکله هيواد او خلکو ته دصادقانه  خدمت په لاره کې  دارواښاد  هلې ځلې هيرې  نه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته