ټولنه

د محمدصديق پسرلي د مړينې د تلين درناوى وشو

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
د هېواد د نوميالي شاعر او ليکوال محمد صديق پسرلي د مړينې د لومړي تلين  نن درناوى وشو.
د باخترآ ژانس د خبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، دافغان ادبي بهير، د ميرمن د کلتوري بهير او د افغان کلتوري ټولنې د جريدې، مصور بنسټ،کليد ګروپ او ګويته انستيتوت د فرهنګي ادبي بنسټونو په همکارۍ جوړه شوې وه؛ لومړى د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام د علم ګل سحر له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
((هيله لرم چې دغه غونډه د هېواد د دغه ستر شاعر او ليکوال د ليکنو او خاطرو د شريکولو لپاره يو ښه فرصت  وي .))
په همدې ترتيب په همدې مناسبت د هېواد د پخواني جمهور رييس حامدکرزي پيغام د محب الله زغم له خوا ولوستل شو.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهي د محمدصديق پسرلي د علمي او ادبي شخصيت د بېلابېلو اړخونوپه باب خبرې وکړې او ويې ويل: د ارواښاد پسرلي د علمي او ادبي شخصيت پيژندنه د دغه شان غونډو له  حوصلې څخه پورته دى، بايد په دې لاره کې علمي_څيړنيز سيمينارونه او کنفرانسونه  جوړ شي .
پوهنمل فراهي د هېواد له عالمانو، پوهانو، څيړونکو او ځوانانو څخه وغوښتل چې د استاد د فرهنګي-ادبي ژوندانه د ناپيژندل شويوڅنډو د معرفي کولو په خاطر هر اړخيزې او کره څيړنې ترسره کړي .
د فراهي دڅرګندونوله مخې: ارواښاد پسرلى نه يوازې شاعر او ليکوال و؛ بلکې د هېواد د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې يې هم فکر کاوه او په دې استقامت يې ځوانان وياړلى او رغنده ځواک باله او له  جګړې څخه بيزاره و.
شاعر او ليکوال سليمان لايق د دغې غونډې بل وينا وال و. ده  له دولتي مقاماتو څخه  وغوښتل چې ارواښاد صديق پسرلي ته دې د ملي شاعر لقب ورکړاى شي.
نجيب الله منلي هم په خپلو خبروکې د ارواښاد پسرلي د فرهنګي _ ادبي  ژوندانه له معرفي کولو سره اړيکې ونيولې او ويې ويل: پسرلى د هغو  شاعرانو له  جملې څخه  دى چې د افغاني ادبياتو د پايښت په خاطر يې زياتې هلې ځلې وکړې .
وروسته يو شمېر شاعرانو خپل هغه شعرونه چې د استاد په باره کې يې برابر کړي و؛ ولوستل .
په پاى کې د جمهور رييس فرهنګي سلاکار او د ارواښاد استاد صديق پسرلي د کورنۍ يوه غړي اسدالله غضنفر خبرې وکړې او له  ځوانانو څخه يې وغوښتل چې د هېواد  د ادبي او فرهنګي  ودې او بډاينې په خاطر دې زياتې هلې ځلې  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته