د محمدآغې ولسوالۍ دننه د انګړ سړکونه او پلې لارې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د سلواغې ۱۵ مه، باختر

د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د انګړ سړکونو، پلې لارې او د موټرو د تم ځایونو د جوړولو چارې، چې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د کورنیو چارو وزارت  د تامیناتو مرستیال مــولوي عبدالله مختار حسیني، د محمدآغې ولسوال مــولوي میرهاشم حزب الله  او د یو شمېر نورو مسؤلینو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مرستیال مــولوي عبدالله مختار حسیني وویل:« یاده پراختیایي پروژه، د دغه وزارت په مالي ملاتړ د څلورو میلیونو افغانیو په لګښت  بشپړه شوې ده».

ورته مهال د محمدآغې ولسوال مـولوي میرهاشم حزب الله د یادو پرژو پر بشپړېدو خوښي وښوده او ترڅنګ یې د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه غوښتنه وکړه، چې ورته نورې پروژې دې هم په دغې ولسوالۍ کې پلي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته