کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ د متبرکه کاغدونو په درناوي سره د لمنځه وړلو پلاوي دویمه نوبتي غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو استازو هم ګډون کړی وو.
په نننۍ غونډه کې هغه پلاوي خپل راپور وړاندې کړ، چې په تېره غونډه کې ورته دنده سپارل شوې وه، چې په شرعي ډول د دغو کاغذونو د بيا پروسس لپاره له فابريکو سره خبرې وکړې.
د غونډې ګډونوالو د پلاوي د راپور په هکله بحث او خبرې وکړې او په دې تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول.
د یادوې وړ ده، چې دغه پلاوي په دې موخه ګومارل شوی، چې د متبرکه کاغذونو په درناوي سره د له منځه وړلو په موخه کار وکړي.