کابل، د لېندۍ ۳۰ مه، باختر
د افغانستان د اسلامي امارت د محترمې کابینې د ۱-۸ د مصوبې د تحقق په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او ارشاد، حج او اوقاف وزارتونو د استازو په غړیتوب پلاوي ته دنده سپارل شوې، چي د متبرکه کاغذونو په احترام سره د له منځه وړلو په هکله استفتاء چمتو او د امارت مقام ته یې ولیږي.
دغه ناسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیر خواه په مشرۍ او د اړوندو وزارتونو د استازو لکه د حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري معین عارف الله عارف، د همدې وزارت د ارشاد او اوقافو معین سیدالرحمن بغلاني، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو ته د رسېدو د بورد غړي عبدالرحمن قریشي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د د نشراتو وارسي معین او د باختر اژانس رییس ضیاالحق حقمل او د بیهقي انتسراتو د رییس مفتي عبدالعلیم ځانواک په ګډون ترسره شوه.
ناسته کې د ارشاد او اوقافو معین سیدالرحمن بغلاني، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو ته د رسېدو د بورد غړي عبدالرحمن قریشي او د بیهقي انتسراتو د رییس مفتي عبدالعلیم ځانواک په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه تر څو د وزارت د کارول شویو متبرکه کاغذونو په احترام او شرعي بڼه د لمه منځه وړلو په اړه راپور چمتو کړي.
ناسته کې پرېکړه شوې، چې راپور باید د کاغذ جوړولو له هغو فابریکو سره په مشوره چمتو شي، چې کولی شي دغه کاغذونه په شرعي ډول بیا پروسس کړي.
د ناستې ګډون والو ویلي، چې چمتو کړی راپور به راتلونکې ناسته په دې اړه فتوا ورکولو په موخه مرکزي دارالافتا ته ولېږل شي.
38 1 دقیقه لوستل