کابل باختر د ثور ديرشمه
د افغانستان اسلامی جمهوريت دجمهور رئيس جلالتمآب حامد کرزی له خوا د اردن هاشمی هېواد دپاچا اعليحضرت ملک عبدالله الثانی ته د هغه هېواد د ملي ورځې له امله د مبارکۍ پيغام په لاندې ډول استول شوی دی.
اعليحضرت ملک عبدالله الثانی،
د اردن د شاهی هيواد پاچا،
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته،
اجازه راکړۍ د افغانستان د خلکو په استازيتوب د اردن د ملي ورځې په مناسبت تاسو جلالتمآب او د اردن ورور ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړم.
خوښ يم چې د افغانستان او اردن شاهي هيواد ترمنځ دوستانه اړيکې د پراخيدو په حال کې دی. هيله لرم زموږ دغه دوستي لاغښتلې شي.
د لوی خدای(ج) په دربار کې تاسو اعليحضرت ته د روغتيا او برياليتوب او د اردن د شاهی هيواد ورور ولس ته د سوکالۍ او نيکمرغۍ دعا کوم.
1 1 دقیقه لوستل