ورزش

د مبارکۍ پيغام

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
د اطلاعاتو   او فرهنګ   وزارت  د ځوانانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زى  دبنګله ديش دکرکټ دملي ټيم په وړاندې د هيواد دکرکټ دملي ټيم برياليتوب له امله مبارکي وويله او دهيواد ورزشکارانوته يې د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
دځوانانو دچارو معين  دغه راز وويل   د هيواد ورزشکاران په بيلابيلو برخو کې زيات برياليتوبونه  لرې او دغه مسله  ددې زيرى ورکوي  چې په   نږدې   راتلونکي کې به دهيواد ورزشکاران ستر نړيوال برياليتوبونه  ترلاسه کړى .
ده دغه راز دهيواد  دکرکټ دملي تيم دبرياليتوب له امله  ورزشکارانو، دکرکټ بورد مسوولينو او دافغانستان ټولو خلکو ته  مبارکي  وويله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته