د مبارکۍ پيغام

کابل- باختر د لړم د مياشتې ٢٨مه :
د مبارکۍ پيغام
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا د مراکش د شاهي هیواد د پاچا اعلیحضرت محمد شپږم ته د هغه هیواد د ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام په دې ډول استول شوى دی:
" اعلیحضرت محمد شپږم،
د مراکش د شاهي هیواد پاچا !
اجازه راکړئ، د افغانستان د خلکو په استازیتوب د دوست هیواد مراکش د ملي ورځې په مناسبت خپلې هیلې او مبارکۍ تاسو اعلیحضرت او د مراکش ورور او مسلمان ولس ته وړاندې کړم. له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا او د همکاری وده د افغانستان د اسلامي دولت له لومړیتوبونو څخه بلل کیږی. موږ ژمن یو چې د مراکش د شاهي هیواد په ګډون له ټولو اسلامي هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې او غښتلې کړو.
په پای کې د لوی خدای (ج) له دربارڅخه تاسو اعلیحضرت ته د روغتیا او بریالیتوب او د مراکش ورور ولس ته د سوکالۍ او نیکمرغۍ دعا کوم". #