کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي له خوا د يمن د ملي ورځې په مناسبت د دغه هيواد جمهور رييس عبدربه منصورهادي په نامه په دې ډول د مبارکى پيغام ليږل شوى دى:
خوښ یم د افغانستان د خلکو په استازیتوب د یمن د ملي ورځې په مناسبت تاسو جلالتمآب او د یمن ورور ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.
هیله لرم د افغانستان او یمن وروڼو هیوادونو تر منځ دوستانه اړیکې د ژوند په ټولو برخو کې لا زیاته وده او پراختیا ومومي.
د لوی خدای(ج) په دربارکې تاسې جلالتمآب ته د روغتیا او بریالیتوب او د یمن ورور ولس ته د سوکالۍ او نیکمرغۍ هيله کوم.