د ماين چاودنه څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د ماين چاودنه څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته شول.
يو زرنج موټر سايکل چې د جمعه بازار له ساحې څخه د زيرکوه په لور روان و؛ په ماين وخوت چې له امله يې يو دولس کلن ځوان ووژل شو او د يوې ميرمنې په ګډون درې تنه نور ټپيان شول .
د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي دغه پيښه تاييده کړه.