امنیت

د ماين په چاودنه کې يو سرحدي پوليس ټپي شو

کابل باختر د سلواغې  څلورمه :
د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار په يوه واټ کې نن سهار د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله يوسرحدي پوليس ټپي شو.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې د سرحدي پوليسو د وسايطو کاروان په جلال آباد ښار د کابل په اډه کې د تيريدو په حال کې وو چې په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت او د چاودنې له امله يې يوسرحدي پوليس ټپي شو .
  خو عيني شاهدان وايي: په دې چاودنه کې دوه تنه سرحدي پوليسان شهيدان شوي او دوه تنه نور پوليسان او دوه تنه ملکي  وګړي ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته