د ماين د چاودنې له امله زيات مالي تاوان واوښت

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
په ننګرهار ولايت د کسټ پلورنې په يوه دکان کې د چاودنې له امله زيات مالي تاوان واوښت.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د بلند غر په ساحه کې دکسټ پلورنې د يوه دکان دروازې ته څېرمه چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى کړي و چې د هغو د چاودنې له امله د سر زيان نه دى اوښتى خو زيات مالي تاوانونه اوښتي دي .