کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٧ :
د نيمروز ولايت په يوه واټ کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ماشومان ټپيان شول.
د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزايي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوه تنه ماشومان د خاشرود ولسوالۍ د خيرآباد په سيمه کې پرون هغه وخت د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول چې د لرګيو په راټولولو بوخت وو.
ولسوال زياته کړه چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا د امنيتي ځواکونو د له منځه وړلولپاره په ساحه کې ځاى پرځاى کړاى شوى و.
ويل کيږي چې دغه ماشومان اووه کلن او اته کلن دي او د يوه ماشوم روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې هم په دې سيمه کې چاودنه شوې وه چې له امله يې د پوليسو پنحه تنه ساتنمنان شهيدان شوي وو.
0 1 دقیقه لوستل