د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل – باختر دثور دمياشتې ٣
په فراه ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول. د فراه ولايت يو سيمه ييز مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه دفراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت وشوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ زرنج ډوله موټرسايکل د مخالفينو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته