اقتصاد

د مالیې وزیر له یو شمېر پاکستاني سوداګرو او پانګه والو سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې ١٩ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د خپل کار په دفترکې له یو شمېر پاکستاني سوداګرو او پانګه والو سره چې مشري یې د پاکستان نامتو پانګه وال سید یاور علي کوله، وکتل.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان د خصوصي سکتور او د پاکستان په پلاوي کې د هغه هیواد د بېلابېلو اقتصادي سکتورونو استازو ګډون کړی و. دواړو لوریو په دوه اړخیزه تجارتي اړیکو، د پانګونې پر هڅونې، تجارت او نورو اقتصادي مسایلو باندې بحث او خبرې وکړې.
د مالیې وزیر پاکستاني پانګه والو ته د هرکلي ترڅنګ وویل: "افغان حکومت په هیواد کې د پانګونې د جلب لپاره د پالیسۍ په برخه کې ډیرې اسانتیاوې برابرې کړې دي او له پانګه والو او سوداګرو سره تل همکار دی."
د پاکستان د پلاوي مشر سید یاور علي افغانستان ته د دوی د راتګ په اړه د مالیي وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: "پاکستاني پانګه وال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي."
پاکستاني سوداګرو او پانګه والو د افغانستان له ښه هرکلي او میلمه پالنې له امله مننه او قدرداني وکړه. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته