ورزش

د مالیې وزیر د یو دولتي پلاوي په مشرۍ د کرکټ د ملي لوبډلې د تشویق په موخه هندوستان ته سفر وکړ

کابل باختر دکب اته ويشتمه
د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلی اکلیل حکیمي د یو لوړ رتبه دولتي پلاوي په  مشرۍ د روان کال د کب میاشتې په ۲۷ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د تشویق په موخه هندوستان ته سفر وکړ.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سکاټلنډ، هانکانګ او زمبابوي په ماتې ورکولو سره وکولی شو چې په نړیوالو سیالیو کې له سریلنکا سره لومړۍ لوبه وکړي.
د مالیې وزیر د نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان د لار موندنې په ویاړ ټول ملت ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: “د افغانستان ملي لوبډلې د سریلنکا پر وړاندې په لوبو کې خپله وړتیا وښودله او د ویاړ ځآی دی چې افغانستان دکرکټ ملي لوبډله نن د نړۍ له لویو ټیمونو سره لوبه کوي.”ده وویل چې “د لوبې د هرې شیبې څخه مې خوند اخیسته او ماته یې ویاړ رابخښه. زه باور لرم چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په راتلونکې کې نورې بریاوې هم ترلاسه کړي.”
د یادونې وړه ده چې د مالیې وزیر مخکې هم د کرکټ او فوټبال د ملي لوبدلو دتشویق په موخه هغوی ته ورغلی ؤ او د دوی د لوبو ننداره یې کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته