کابل_باختر د زمري د مياشتې١٦مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د خپل کار په دفترکې د پکتیکا له والي الیاس وحدت، سره چې د دغه ولایت د پارلمان یو شمېر استازو او ولایتي رئیسانو هم شتون درلود، وکتل.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د پکتیکا ولایت د عوایدو او ګمرکونو په وضعیت، د ټولګټو پروژو (سړک، کلنیک، د کرکټ لوبغالي، ښوونځي) په پلي کېدو، د پراختیایې بودیجې په لګښت او یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې د راتلوونکې غونډې لپاره د پکتیکا والي، د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو سره د ټولګټو پروژو د پلي کېدو په برخه کې په یوې معلوماتي بستې کار وکړي تر څو د شته امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې ورته د حل لارې چارې پیدا شي.#
0 1 دقیقه لوستل