سیاست

د مالیې وزیر د ولسي جرګې د کورنیو چارود کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٠
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د ولسي جرګې د کورنیو چارو دکمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ او د هغې مصوبې په اړه یې معلومات ورکړل چې له مخې یې امنیتي او کشفي ادارې په ګمرکونو کې د لاسوهنې څخه منع کیږي.
د مالیې وزیر وویل چې ددې مصوبې هدف دا ؤ چې د مالیې وزارت په عایداتي سرچینو کې د غیر قانوني لاسوهنو مخه ونیول وشي چې دغه کار د ګمرکي چارو د ښه والي او د عوایدو د زیاتوالي لامل ګرځي.
د ولسي جرګې استازو د مالیې وزیر د دغه کار ستاینه وکړه او د هغه څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې دجمهور رييس د لارښوونې او د کابینې د ۱۳۹۴ کال دلړم د ۱۰ نیټې د ۳ مصوبې له مخې، د فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې، ملي امنیت او د کورنیو چارو د استخباراتو ریاست په ګډون هیڅ کشفي او امنیتي ادارې نه شي کولی چې د مالیې وزارت په عایداتي سرچینو کې لاسوهنه وکړي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته