کابل باختر د وري د مياشتې ٢٥ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د سویډن شاهي هېواد له سفیر ښاغلي ټوبایس تیبرګ، سره وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو له افغانستان سره د یاد هیواد په مرستو، له نړیوالې ټولنې سره د حکومت په دوه اړخیزو ژمنو، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې (SCA) په فعالیتونو په ځانګړې توګه د پوهنې او روغتیا په برخو کې، د یادې کمېټې د مالیاتو په ورکړې، د ملي عوایدو په زیاتوالي، مالي اصلاحاتو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.
د مالیې وزیر د سویډن هېواد له مرستو او د سویډن کمېټې له سخاوتمندانه فعالیتونو څخه مننه وکړه.
په دې کتنه کې پریکړه وشوه چې د سویډن کمېټې د مالیو ورکړې موضوع د دواړو خواو له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د هیواد نافذه قوانینو او د مرسته کوونکو او نورو نړیوالو انجوګانو د مالیو د ورکړې میکانیزم ته په کتو سره لازم اقدامات وشي.پاى_ ذکرالله