کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١١ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د خپل کار په دفترکې د خوست له والي پوهنمل حکم خان حبیبي سره وکتل.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د خوست ولایت پر وضعیت، د پراختیایې پروژو پر تطبیق، د پراختیایې بودیجې پر لګښت، د یاد ولایت پر صنعتي پارک، د غصب شویو ځمکو د ستونزې پر حل او یو شمېر نورو مسئلو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د مالیې وزیر نوموړي ته وویل چې د خوست ولایت د اقتصادي وضعیت څیړلو لپاره به، په نږدې راتلوونکې کې یاد ولایت ته سفر وکړي.#
1 د یوې دقیقې څخه لږ