_کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٨ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، چې په یو رسمي سفر جورجیا هېواد ته تللی، پرون د جورجیا هېواد له لومړي وزیر کویریکا شویلي، سره د یاد هېواد په پلازمېنه تبلیسي کې وکتل.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جورجیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون پر جوړېدو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د جورجیا هېواد د سواګرو او پانګه والو پر هڅونې، د لاجوردو ټرانزیټي دهلیز په اړه د هوکړه لیکونو په لاسلیکېدو، هوایې خدمتونه، د عامه او خصوصي مشارکت د جوړیدو پر ګټو، د اسان خدمت پر پروګرام، د ریل پټلۍ له لارې پر نښلېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړي کولو، د سولې پر پروسې، په امنیتي برخوکې د جورجیا هېواد پر ملاتړ، د کابل د سولې پر پروسې او یو شمېر نورو مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې.
د جورجیا هېواد لومړي وزیر د افغانستان د سولې او ثبات له پروسې څخه د ستاینې ترڅنګ له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه.#
1 1 دقیقه لوستل