سیاست

د مالیې وزیر د جورجیا هېواد د عامه خدمتونو مرکز وکوت

_کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٨ مه
د مالیې وزیر کلیل حکیمي، په جورجیا هېواد کې د لېدنو په دوام پرون د دغه هېواد د عامه خدمتونو له مرکز څخه د خدمتونو په وړاندې کولوکې د تجروبو د تبادلې په موخه لېدنه وکړه.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه مرکز د مراجعینو ۲۰۰۰۰ کارونه په یوه ورځ کې ترسره کوي او ۴۰۰ عامه خدمتونه تر یو چتر لاندې له زیاتو اسانتیاوو سره په ښه کیفیت او کم وخت کې د جورجیا خلکو ته وړاندې کوي.
دا مرکز د افغانستان اسان خدمت نوې جوړې شوې ادارې په څیر ده او د مالیې وزارت به د اسان خدمت ادارې د پیاوړتیا په موخه د دغه مرکز له تجروبوڅخه پوره ګټه واخلي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته