د مالیې وزارت معین: د پانګه والو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده
![Img 20240205 Wa0012](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/02/IMG-20240205-WA0012-780x470.jpg)
کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
د مالې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، د کابل ښار له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه لیدنه کړې ده.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د ګمرکونو او عوایدو معین، په خپلو خبرو کې د هغو پانګه والو فعالیتونه ستایلي چې د هېواد د آبادۍ او هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه پانګونه کړې ده.
هغه ډاډ ورکړی چې د پانګه والو ستونزو ته رسېدنه، د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د پانګه والو ټولو اصولي غوښتنو ته رسیدګي وشي.