‏د مالیې وزارت سرپرست د غزني د ۱۸ ولسواليو د ولسوالانو غوښتنې واورېدې

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
‏د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر آخوند، د غزني د ۱۸ ولسوالیو له ولسوالانو سره په کتنه کې، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
باختر آژانس ته د ماليې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د غزني ولسوالانو د خپلو ولسوالیو د ستونزو شریکولو ترڅنګ، غوښتنه کړې چې د راتلونکي مالي کال په ملي بودجه کې د دغو ولسوالیو لپاره په روغتیایي، بیارغولو او نورو برخو کې د پراختیایي پروژو لپاره بودجه ځانګړې کړي چې د غزني د ولسونو ستونزې حل شي.
‏د مالیې وزارت سرپرست ويلي چې هڅې به وشي د ټولو هېوادوالو ستونزو ته د ملي بودجې د لګښتونو په وسیله رسېدنه وشي او ډاډ يې ورکړی چې د غزني له ولسونو سره به هم په یادو برخو کې د پروژو پلي کولو په موخه اړینې همکارۍ وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته