د مالیې وزارت د نړيوال بانک او د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق د بيا فعالېدو هرکلی وکړ
کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د مالیې وزارت نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نړيوال بانک او د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق د بيا فعالېدو هرکلی وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په اعلاميه کې ليکل شوي دي: “د افغانستان د مالیې وزارت د نړیوال بانک مدیره هیئت د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې يې د افغانستان له وجهي صندوق (ARTF) څخه تر یو میلیارډ ډالرو ډېرې پيسې آزادې کړي چې له دې جملې، (۶۰۰) میلیونه ډالر يې بېړنیو اړتیاوو لکه د زدهکړو، روغتیا، کرنې او د کلیو پراختیا ته له ملي بودجې پرته ځانګړي شي. د مالیې وزارت د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق د فعالیتونو د بیا پیلېدو د مرستو د جذب په موخه د یوه مناسب میکانیزم په توګه هرکلی کوي.”
اعلاميه زياتوي چې دغه پراختیايي پروژې د بشر دوستانه مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لامل هم کېږي.
په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي: “د امریکا متحدو ایالاتو د خزانهدارۍ وزارت د (۱۹ او ۲۰) جوازونو له مخې، د نړیوالو پراختیايي ادارو؛ لکه: نړیوال بانک او د افغانستان له ادارو سره د همغږۍ د اجازې پر بنسټ، ټینګار کېږي چې دغه پروژې د چارو له مسوولینو او تطبیق کوونکو موسسو سره د بشپړې همغږۍ او تفاهم په پایله کې اجرا شي.
د مالیې وزارت ټینګار کړى دى چې له بودجې څخه وتلي پروژو د تطبیق لګښت د ملګرو ملتو سازمان لخوا راکم شي، له موازي جوړښتونو څخه دې ډډه وشي او د اساسي اصولو په توګه دې له اغېزمنتیا، روڼتيا، ځواب ويلو او پلټنې ډاډ ترلاسه شي.
له دې وړاندې د امريكا ماليې وزارت د ٢٠ګڼې عمومي جواز صادر کړى و، هغه اقدام چې د افغانستان د ماليې وزارت د هرکلى وړ وګرځېد.
وهاج