د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند معرفي شو

کابل باختر د تلې د مياشتې ٤مه:
شمروز خان مسجدي، چې په وروستیو کې د جمهوري رياست عالي مقام د حکم پربنسټ د مالیې وزارت داړیکو او عامه پوهاوي درئیس او ویاند په توګه ټاکل شوی، نن د مالیې وزارت دسرپرست او د زېربنا په چارو کې د جمهوري رياست عالي مقام دستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، له لوري د دغه ریاست کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دغو مراسمو کې یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود. د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمد همایون قیومي، د اړیکو او عامه پوهاوي پخوانى رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزي، له کړنو د ستاینې ترڅنګ نوي ګمارل شوي رئیس ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریا هيله وکړه.
د اړیکو او عامه پوهاوي نوي ګمارل شوي رئیس شمروز خان مسجدي، د مالیې وزارت له مشرتابه څخه چې په نوموړي یې باور کړی د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دغې ادارې د چارو په مخ وړلو کې به له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه نه کوي او د چارو د مخ بیولو لپاره یې له همکارانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې مسجدي، د هندوستان اسلامي ملیه ټولنې له پوهنتون څخه د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد په برخه کې د لیسانس سند، همدا شان یې د نړیوالو مطالعاتو په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو کنسانس له پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی. همدارنګه نوموړی، له جګړې وروسته هیوادونو، د ودې او پراختیا په برخه کې هم تخصص لري. له دې مخکې نوموړي، د افغانستان امریکایي پوهنتون د ستراتېژیکو اړیکو او رسنیو د رئیس په توګه دنده تر سره کړې ده او اوسمهال د سیاسي علومو د ښوونکي په توګه دنده تر سره کوي. نوموړي، له دې وړاندي د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي رئیس په توګه دنده تر سره کړې او د کلیو دبيا جوړولواو پراختیا اود اطلاعاتو فرهنګ په وزارتونو کې هم کاري تجربه لري.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته