د مالیې وزارت او د مس عینک مسئولینو، د مس عینک کان د کیندنې پر څرنګوالي خبرې وکړې
کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، د مس عینک کان د کیندنې او پروسس شرکت له سرپرست لي بن ټاو (Li ben tao) سره وکتل.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کي دواړو لوریو د مس عینک کان د کیندنې پر څرنګوالي، د شرکت د مالیې پر ورکړې او په افغانستان کې د یاد شرکت له لوري پر جوړېدونکو بنسټونو او ګمرکي مسائلو خبرې شوې دي.
د ګمرکونو او عوایدو معین، د پانګونې په خاطر د یاد شرکت له مسئولینو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه دغه راز د مس عینک کان د کیندنې او پروسس شرکت سرپرست ته ډاډ ورکړی چې د شته ستونزو د حل په برخه کې به له هغوی سره پوره همکاري وکړي.
تر دې وړاندې د یاد شرکت مسئولینو د افغانستان بانک له مسئولینو سره په کتنه کې، ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د مسِ عینک پروژې عملي چارې پیل شي.