خبرونهاقتصاد

د مالیې سرپرست وزیر: ګمرکي مسئولین دې هڅه وکړي چې عواید په شفاف ډول راټول او د بودجې کسر پوره شي

کابل ، د غبرګولي ۱۲مه، باختر
د مالیې سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري، د بودجوي کسر د پوره کولو په اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې ګمرکي مسئولین دې ډېره هڅه وکړي چې عواید په شفاف ډول راټول او د بودجې کسر پوره شي.
د غه غونډه چې د مالیې د سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین، د دفتر لوی رئیس، د عوایدو لوی رئیس، د ګمرکونو رئیسانو او یو شمېر مسئولینو ګډون کړی و.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مالیې وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غونډې په پیل کې د ګمرکونو د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست د تېرو مياشتو د راټولو شویو عوایدو په اړه معلومات وړاندې شول او د عوایدو مقایسوي ارقام او د بودجې د کسر عوامل په ډاګه شول.
وروسته، د مالیې سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري د بودجې د کسر پوره کولو ته په اشارې وويل: د سږ کال بودجه ټوله پر کورنیو عوايدو ولاړه ده او همدا موږ او تاسو به يې تمويلوو.
هغه زیاته کړه: ګمرکي مسئولین دې ډېره هڅه وکړي چې په پاک نیت، قوي ارادې او غوره مديريت سره شته ستونزې حل کړي چې عواید مو په شفاف ډول راټول او د بودجې کسر پوره شي.
دغه راز په غونډه کې، د ګمرکونو او عوایدو معین ملا محمد ناصر آخند، ټولو ګمرکي مسئولینو ته په چارو کې د نظم او روڼتیا رعایتولو سپارښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې هوکړه وشوه چې د ګمرکي چارو د ښه پرمختګ په موخه به له سوداګرۍ، روغتیا او نشه يي توکو سره د مبارزې غړیو په شتون، یوه ګډه کاري کمېټه جوړه شي چې د یوې منظمې طرحې پر بنسټ د ستونزو دقیقه ارزونه وکړي او د رهبرۍ په هوکړې سره د یوې میاشتي په موده کې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د (۱۴۰۱) مالي کال په بودجه کې، ۴۴.۷ میلیارده افغانۍ د بودجوي کسر وړاندوینه شوې ده.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته