اقتصاد

د مالیه ورکوونکو ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت د ۱۳۹۷ مالي کال تر پایه تمدید شو

کابل باختر د لړم شپږمه
دمالیې وزارت نن د خبري کنفرانس له لارې د مالیه ورکوونکو ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافولو، تمدید د ۱۳۹۷ مالي کال تر پایه اعلام وکړ.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي
په دې خبري کنفرانس کې چې په همدې موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبي، د عوایدو لوی رئیس ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د سوداګرۍ او صنایعود خونې مرستیال خان جان الکوزي د صنایعود خونې د عامل هيئت رئیس ښاغلي رحیم الله سمندر ګډون کړی وو.
د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبي، وویل: د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت طرزالعمل پلي کول چې د ۱۳۹۷ مالي کال د بودیجې په اصولپاڼه کې تصویب شوی، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام دی، د مالیې وزارت له دې نوښت څخه د خصوصي سکټور او مالیه ورکوونکو هرکلي په خاطر، حکومت د روان مالي کال تر پایه مالیاتي معافیت نوی کړ.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس عبدالحبیب ځدراڼ وویل، چې حکومت مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوود برابرولو په موخه د مالیاتي جریمو معافیت کړنلاره وضع او د نهو میاشتو لپاره یې تطبیق کړه، چې په دې موده کې نږدې ۸ زره کوچنيو،منځنيواوسترو شرکتونو خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړل، د دې پریکړې په پلي کیدو سره خصوصي سکټور ته د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو له کبله له ۲۰ میلیارده افغانیو زیات معافیت ورکړ.
د سوداګرۍ او صنایعود خونې مرستیال خان جان الکوزي، د مالیې وزارت له دې نوښت او د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو د معافیت له تمدید څخه د مننې تر څنګ وویل: د مالیاتي جریمو معافیت د خصوصي سکټور د پراختیا او پیاوړتیا سبب شوی او همداشان په هیواد کې د جواز لیکونو تجدید او د پانګونې ملاتړ سبب شوی. ده له ټولو مالیه ورکوونکو څخه وغوښتل چې د مالیې وزارت له دې امتیاز څخه ګټه واخلي او ډيرژر دې خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړي.
د صنایعود خونې د عامل هيئت رئیس رحیم الله سمندر، د حکومت له دې طرحې څخه د مننې تر څنګ وویل، چې نږدې ۶۰ سلنې شرکتونو له دې معافیت څخه ګټه اخیستې او خپل حسابونه یې تصفیه کړي دي. ده ژمنه وکړه هغه شرکتونه چې خپلې مالیاتي جریمې یې نه دي تصفیه کړي، و به یې هڅوي تر څو خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۷ مالي کال د مالیاتي جریمو د اصولپاڼې له مخې هغه مالیه ورکوونکي چې د (۱۳۸۱-۱۳۹۶) کلونو په موده کې یې خپلې مالیې نه وي تصفیه کړي، په داسي حال کې چې اصله مالیه له ۵٪ سلنې جریمې سره ورکړي، د پاتي ۹۵٪ سلنې مالیې له جریمو څخه معافېږي. چې دا پریکړه په لومړي پراؤ کې د نهو میاشتو لپاره د اجراء وړ وه. د مالیه ورکوونکو او خصوصي سکټور د هڅونې  او همداشان له دې طرحې څخه د دوی د هرکلي لپاره، حکومت د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت د روان مالي کال تر پایه تمدید کړ.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته