د مالي فساد په تور د جنوبي کوريا د ګوښه کړى شوې جمهورې رييسې څخه پوښتنه

سيول/بي بي سي نيوز/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
د جنوبي کوريا ګوښه کړى شوې جمهورې رييسې ميرمن پارک ګوين هه نن سهار په خپله خوښه ددغه هېواد د لوى څارنوالى دفتر ته لاړه او د مالي فساد او له خپل مقام څخه د ناوړې استفادې د دوسيې په باب د څارنوال پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره خپل تيارى اعلام کړ .
  د جنوبي کوريا ګوښه کړى شوې جمهورې رييسې څارنوالۍ ته د ورتګ په وخت کې د خپل هېواد له خلکو څخه د هغو ستونزو په خاطر چې د دغه ماجرا له امله رامنځته شوې ده؛ بخښنه وغوښته او زياته يې کړه چې د دغې دوسيې په باب له تحقيقاتو سره به بشپړه همکاري وکړي .
ميرمن پارک ګوين هه تل د دغه سمت د تصدۍ په وخت کې هر راز سرغړونې  ردې کړې دي.
د پارګ ګوين هه مخالفين په دې باندې تور لګوي چې دجمهوري رياست په دفتر کې د خپل يو دوست په همکارۍ د جنوبي کوريا له تجارتي او مالي موسسو او شرکتونو څخه يې تر خپل ملاتړ لاندې د يوه خيريه بنسټ لپاره پيسې ترلاسه کړې او دغو موسسو د دغو مرستو په مقابل کې د دولتي اجازو د ترلاسه کولو له امتيازونو څخه برخمن شوي دي .
په هغه صورت کې چې د جنوبي کوريا پخوانۍ جمهوره رييسه محاکمه او د ده پرخلاف تورونه  ثابت شي؛ په لس کاله بند به محکومه شي .
د همدې خبرله مخې:
د وروستيو مياشتو په بهيرکې د تقاعد د صندوق د رييس او د جنوبي کوريا د څو شرکتونو د مديرانو په ګډون يوشمېر نورکسان هم د دغې دوسيې په اړوند نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته