کابل باخترد لړم د مياشتې ١٨ :
د ماليې وزير اکليل حکيمي نن د ١٣٩٦ کال دملي بودجې سند په رسمي ډول دمشرانو جرګې عومي غونډې ته وړاندې کړ.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دمشرانو جرګې په غونډه کې چې د دولت وزير پوهنمل نبي فراهي هم برخه لرله د ماليې وزير دمشرانو جرګې سناتورانو ته د بودجې دبرابرولو ، او د ١٣٩٦ کال دعادي او انکشافي بودجې ، دکورنيو او بهرنيو سرچينو له لارې دبودجې دتمويل ، سترو ملي پروژو ، اغيزمنتوب او ګټور توب ، هميشنۍ او انډوليزې اقتصادي ودې ، کار موندلو، دبودجوي واحدونو دلګښت دظرفيت او کمو پرمختللو ولايتونو ته دزياتې پاملرنې او دبودجې دبيلابيلو اړخونو په باب هر اړخيز او مفصل معلومات وړاندې کړل.
دماليې وزير مجلس ته دمفصلو معلوماتوپه وړاندې کولو سره وويل چې د
١٣٩٦ کال ملي بودجه ٤٦٦ مليارده افغانۍ ده چې له دې جملې څخه ٢٨٧ مليارده افغانۍ عادي بودجه او ١٧٨ مليارده افغانۍ يې پرمختيايي بودجه ده .ده زياته کړه : د ١٣٩٦ کال په بودجه کې دامنيت ، پوهنې ، روغتيا ، کرکيلې او بنسټيزو برخو کې دهېواد ټولو ولايتونو ته په انډوليز ډول سترې ملي او کوچنۍ پروژې په پام کې نيولې شوې دي.
دماليې وزير وويل ؛ دافغانستان اقتصادي وده مخ په پرمختګ ده او دهېواد دعوايدو کچه هم دهرې ورځې په تيريدو سره لوړيږي چې دا په خپله په خپلو پښو دافغانستان ددريدو لپاره يوه هيله بلل کيږي.
دماليې وزير يو ځل بيا دبروکسل دکنفرانس دبرياليتوبونو اولاسته راوړنو يادونه وکړه اودنړيوالې ټولنې دمرستو او ملاتړ ددوام لپاره يې دبروکسل کنفرانس د ژمنو په تطبيق باندې ټينګار وکړ.
ده زياته کړه دملي انکشاف اودسولې د چوکاټ په سند کې دکرکيلې او بنسټيزو برخو سربيره دهېوادوالۍ دميثاق پروګرام ، دښځو ځواکمن کول او ښاري انکشاف هم په پام کې نيول شوى دى او دافغانستان حکومت ددغه سند دتطبيق لپاره په راتلوونکو څلورو کلونوکې ددقيقو او اغيزمنو ميکانيزمونو له لارې ( دملي بودجې دتطبيق او دعامه او خصوصي مشارکت ) کې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه نه کوي.
دماليې وزيرد ١٣٩٦ کال دملي بودجې سندپه رسمي ډول دمشرانو جرګې سناتورانو ته وسپاره او څرګنده يې کړه چې دغه سند دافغانستان د واقعيتونو ، لومړيتوبونو او دمالي امکاناتوله مخې برابر شوى دى.
ټاکل شوې ده دماليې وزير دوه اوونۍ وروسته دنظريو او وړانديزونو داوريدو په لاره کې يو ځل بيا دمشرانو جرګې په عمومي مجلس کې ګډون وکړي.
ديادونې وړده چې دهېواد ملي بودجه داساسي قانون د ٩٧ او ٩٨ مادو له مخې دوزارتونو دنظريو او وړانديزونو له اخيستلو وروسته برابره شوې ده او دکابينې دغونډې له تائيد وروسته مشرانو جرګې او وروسته دتصويب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کيږي.
0 2 دقیقې لوستل