د ماليې وزير د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د معاونيت له سرپرست سره وکتل.
کابل باختر د وري د مياشتې ١٨ مه
د مالیې وزیر د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د معاونیت له سرپرست سره د دې هیواد د مرستو د مالیاتي معافیت هوکړه لیک په تړاو خبرې وکړې
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د سفارت د معاونیت له سرپرست ښاغلي ریچاډ اچ ریلي، سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو افغانستان ته د امریکا د متحده ایالتونو د مرستو د مالیاتي معافیت په هوکړه لیک، د ملي عوایدو د راټولېدو په برخه کې د حکومت په لاسته راوړنو چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له لوري هم د منلو وړ دي، د ګمرکونو په نړیوال سازمان (WCO) کې د افغانستان په فرصتونو او غړیتوب په ډېرولو، د افغانستان د ګمرکونو لپاره د دې سازمان د اصلاحاتو په نوې ستراتېژۍ، له فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په موخه له ګاونډیو هیوادونو سره د اطلاعاتو په تبادله او نورو اړوندو مسائلو خبرې وکړې.
پرېکړه وشوه، چې د دواړو لوریو تخنیکي ډلې دې د دغه هوکړه لیک د تخنیکي او حقوقي اړخونو په تړاو کار وکړي، څو په اغېزمنه توګه پلي شي.پاى_ سعيده