سیاست

د ماليې وزارت نوماند: له مالي پلوه په ځان د ډډې لګولو پروګرام ناکام و

کابل باختر د سلواغې  څلورمه :
د ماليي وزارت نوماند نن په ولسي جرګه کې له حاضريدو وروسته د خپلو پروګرامونو د بيانولو په ترڅ کې وويل: له مالي پلوه په ځان د ډډې لګولو په لاره کې زموږ هلې ځلې ناکامې شوې دي او د اقتصادي حالت او د عوايدو راټولول له جدي کمښت سره مخامخ شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د ماليې ووزارت نوماند اکليل حکيمي نن په ولسي جرګه کې د خپلوکاري پروګرامونو د بيانولو د ملي بودجې د اصلاح او د عوايدو د لوړولو په برخوکې د ماليې وزارت د اساسي مسووليتونو د بيانولو په ترڅ کې  وويل: د بودجې جوړولو اوسني سيستم له زياتو ستونزو سره مخامخ دى او د انډوليزې پرمختيا اصل پکې په پام کې نه دى  نيول شوى او له مالي پلوه په خپلو پښو دريدو ته د رسيدو لپاره زموږ هلې ځلې  ناکامې پاتې دي او د اقتصادي حالت  او د عوايدو راټولول له جدي کمښت سره مخامخ شوي دي.
دغه راز د ماليې وزارت نوماند دکورنيو توليداتو د کچې په لوړولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل: بايدګمرکي عوايد لږ او د کورني عوايد زيات شي.
يوشمېرکوچني او ستر شرکتونه حکومت ته ماليه نه ورکوي خو د ماليې وزارت مکلف دى چې د نامناسب مالي حالت په باب اقدام وکړي. 
حکيمي زياته کړه چې نړيوالې مرستې به په راتلوونکي کال کې هم محدودې  او هم مشروطې وي. 
ده له اداري فساد سره په جدي مبارزې او د قوانينو په اصلاح باندې تينګار وکړ او ويې ويل: هلې ځلې کوو چې د مرستو زياته برخه د ملي بودجې له لارې ولګوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته