کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٢ :
د ماليې وزير اکليل حکيمي نن د کرنې او اوبولګولوله وزير اسدالله ضمير، د عامې روغتيا له وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز او د فوايد عامې له وزير محمود بليغ او د انرژۍ او اوبو، د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو او د اقتصاد د وزارتونو له معينانو، د بريښنا شرکت له رئيس او د کابل ښاروالۍ له سرپرست سره وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د پرمختيايي بودجې د لګولو، د خلکو د اړتياوو او لومړيتوبونو له مخې د پرمختيايي پروژو تطبيق او يو شمېرنورو مسئلو په باب خبرې اترې وشوې.
د دغو وزارتونو او ادارو مقاماتو د بودجې د لګولو د پرمختيايي پروژو تطبيق او د خپلو راتلوونکو پروګرامونو په باب غونډې ته هراړخيز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې اړونده وزارتونه اوادارې دې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي چې افغانستان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو د دريدو په لور روان شي .
د يادونې ده چې د اغيزمنتوب او ګټورتوب له پلوه د پرمختيايي بودجې لګول له خلکواو له نړيوالې ټولنې سره دافغانستان د دولت له مهمو ژمنو څخه دي او د ماليي وزارت د بودجې د لګولو لپاره زياتې اسانتياوې بودجوي واحدونو ته برابرې کړې دي او د بودجې د لګولو په برخه کې د ستونزو په صورت کې دغه وزارت له هغوى سره په تخنيکي برخوکې لازمې همکاري کوي.
0 1 دقیقه لوستل