سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ماليې وزارت د مسلکي محاسبینو ادارې له لوري د مسلکي بورسونو د ورکړي لړۍ پیل شوه

کابل، د وږي ۲مه، باختر
د مالیې وزارت اړوند د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې له لوري، چی د مسلکي محاسبینو د روزنې، جواز ورکولو او د محاسبوي معیارونو د عملي کولو چارې ترسره کوي، د مسلکي بورسونو د ورکړې لړۍ پیل شوه.
د ياد وزارت مالي معین عبدالقدیر احمد په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د مسلکي محاسبینو روزنه او شتون اړتیا وبلله او په دې برخه کي یې د مسلکي محاسبینو اداري فعالیتونه ارزښتناک ياد کړل.
احمد زیاته کړه، چې په نړۍ کې د مسلکي محاسبې برخې ته ځانګړې پاملرنه کېږي، خو له بده مرغه په افغانستان کې دغه برخې ته د پام وړ کار نه دی شوی او په دولتي او خصوصي ادارو کې يې تشه موجوده ده.
هغه همدارنګه وويل چې د مالیې وزارت دغه اړتیا درک کړې ده او د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته يې د کړنلارو په جوړولو او د مسلکي محاسبینو ګډ بورډ په رامنځته کولو سره د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې د فعالیتونو پیل ته زمینه برابره کړه.
د ياد وزارت مسوولينو همدارنګه وويل چې په نږدې راتلوونکي کې به د مسلکي محاسبینو اداره د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مسلکي محاسبې په برخو کې د جواز ورکولو لړۍ هم پیل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د مسلکي محاسبینو د روزنې په موخه د يادو مسلکي بورسونو ټول لګښت د مالیې وزارت له لوري له ترتیب شوې کړنلاري سره سم ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته