امنیت

د ماليزيايي تروريستانو د ځانمرګو بريدونو ښوونکى ونيول شو

کوالالالمپور آيرنا باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
د ماليزيا پوليسو ديوې مليشې ډلې دجنګي وسلو  ښوونکى  چې په سوريې کې دځانمرګو بريدونو  د ترسره کولو لپاره  د پروګرامونو په لرلو تورن دى ،  نيولى دى.
دنيواستريت ټايمز ورځپاڼې نن اعلام وکړ  چې  دماليزيا پوليسو پرون يو ٢٥کلن
سړى  ددغه هېواد په لويديځ کې دکوالاکانګسار په سيمه کې نيولى دى .
ددغه سړي په نيول کيدوسره تر اوسه پورې  د داعش په ډلې پورې  شپاړلس تنه اړوند کسان چې په سوريه ، عراق او دفليپين په جنوب کې فعاليت کوي  په ماليزيا کې نيول شوي دي .
دغه کسان د داعش  اودابوسياف  په افراطي ډلو پورې  تړلي دي  اوله  تروريستي ډلو سره  ديو ځاى کيدو په خاطر عراق او سوريې ته  روان شوي  دي.
ماليزيايي رسنيو  په روانه  اوونۍ کې  افشا کړه  چې  دعراق  په الانبار ولايت کې ځانمرګى بريد چې پکې ٢٥ تنه ووژل شول د دغه هېواد د يو تبعه له خوا ترسره شوى دى .
ځينې خبرځايونه اټکل کوي چې دوه سوه تنه استراليايي  ، پنځوس تنه اندونيزيايي ، شل تنه ماليزيايي ، يو فليپينى  او يو سنګاپورى اتباع په سوريه او عراق کې  دداعش په  ځواکونو کې په جګړه بوخت دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته