ټولنه

د مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې د دويم تلين په پنجشيرکې درناوى وشو

کابل باختر دکب  شپاړلسمه :
د ارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې د دويم تلين نن په پنجشيرکې د يوې غونډې په ترڅ کې درناوى وشو .
د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې:
په دې غونډه کې چې د پنجشير ولايت د مقام له خوا د اړوندو ادارو د رييسانو، عالمانو، جهادي قومانداننو، ځوانانو او د مخورو په ګډون جوړه شوې وه؛ وينا والو د فقيد مارشال د شخصيت په باب له بېلابېلو اړخونو په تېره بيا له سياسي او پوځي پلوه خبرې وکړې او ويې ويل: مارشال محمدقسيم فهيم يو فقيد او پوځي شخصيت و چې د روسانو پرخلاف د جهاد په څپو او وروسته د طالبانو په يرغل کې  د بريښنا په شان وځليد. مارشال په دواړو اړخونوکې ځانګړتياوې لرلې. ارواښاد پياوړى قوماندان، زړور رهبر او يوجيد ديني او مذهبي عالم و. د مارشال افکار هماغه آزادي، خپلواکي او سوکالي وه. د ملي اتل له شهادت وروسته مارشال په پوره درايت او پوهې سره وکولاى شول د مجاهدينو ټولې ځواکونه په يوه محور کې راټول او يو موټى کړي او د طالبانو په ځپلوکې استفاده وکړي . مارشال د سولې او ټيکاو په ټينګښت، د قدرت په ليږدونه، د حکومت د جوړولو په لويه جرګه او د نظام په ملاتړکې اساسي رول درلود. د ده هلې ځلې تل دا وې چې د هېواد د حالت د ښه والي په لاره کې کار وکړي او د تقوا اوسخاوت خاوند و.
په دې غونډه کې د پنجشير ولايت د پوهنې رييس عتيق الله کريمي خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت تاريخ د فقيدمارشال له نامه سره بلد دى. محمد قسيم فهيم د هېواد د ملي اتل ترڅنګ د جهاد او مقاومت يوه اصلي څيره بلل کيده، د افغانستان د خلکو جهادي او اسلامي هويت له دغه شان شخصيتونوسره پيوند لري چې په جهاد او مقاومت کې ستره ونډه او دغه راز د افغانستان د خلکو د جهاد په تاريخ کې ډير مهم رول درلود .
وروسته د پنجشير د ولايتي شورا رييس عزم الدين مرزايي خبرې وکړې او ويې ويل: د افغانستان خلکو ته ثابته شوې ده چې مارشال محمدقسيم فهيم د افغانستان يواځنى  مارشال و او د پرديو د تيري په وړاندې يې د جهاد او مقاومت په دوران کې د هېواد له ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود سره اوږه په اوږه د يوه زړه سواندقوماندان په توګه په صادقانه ډول د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او د خلکو د حقوقو دفاع وکړه.
د غونډې په پاى کې د پنجشير ولايت د لوړو زده کړو رييس سيف الله ضيايي،  د ملي امنيت رييس انجنيرمحمدعلي او د دغه ولايت امنيه قوماندان په وار سره خبرې وکړې او ويې ويل: فقيد مارشال محمد قسيم فهيم د خپل ژوندانه په اوږدو کې د افغانستان د يو والي او يو موټي والي او آزادۍ لپاره ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل او دا کار د دې سبب شو چې د ټولو په زړونوکې ځاى پيداکړي او د افغانستان د خلکو د خاطرو په دفترکې د تل لپاره نوم يې وليکل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته