کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د مارشال فهيم د ملي دفاع پوهنتون د پوځي ملي اکاډمۍ د کانکور آزموينه له ټول هېواد څخه د نجونو او هلکانو په ګډون له ۵٠٠٠ داوطلبانو څخه نن د دغه پوهنتون په انګر کې واخيستل شوه.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې دغه آزموينه د هېواد د وسله وال پوځ د لوى درستيز ډګرجنرال محمد ولي احمدزي او د آزموينو د ملي ادارې تر څارنې لاندې واخيستل شوه.
د وسله وال پوځ لوى درستيز د ملي اردو له ليکو سره د يوځاى کېدو لپاره د ځوانانو د علاقمندۍ قدرداني وکړه او ويې ويل: په اوسنيو حساسو شرايطو کې چې تاسې د دفاعي ځواکونو له ليکو سره د يوځاى کېدو په خاطر راغلي ياست؛ ديني او هېوادنی پور مو ادا کړ او له فراغت وروسته د مسلکي ځوانانو په توګه به د هېواد د دفاع لپاره وګومارل شئ.
د آزموينو ملي ادارې د پلاوي رييس روضت الله مجيدي داوطلبانو ته د آزموينې بهير د شفافيت او عدالت د تامينولو ډاډ ورکړ.
ختم-ج-ا
5 1 دقیقه لوستل