د لښکر ګاه د نجونو مرکزي لېسه ورغول شوه
لښکرګاه باختر د وږي ۱۷ مه
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د نجونو مرکزي لېسه د پنځه سوه او پنځوس زره افغانیو په لګښت ورغول شوه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د دغه لېسې د پرانېستې پر مهال د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،هڅې یې پیل کړي څو په روان ښوونیز کال کې تړل شوي ښوونځي پرانېزي.
په همدې حال کې د پوهنې رېیس داوود شاه صفاري وايي چې په روان او راتلوونکي کال کې به د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ودانیو د رغولو ترڅنګ ویجاړ شوي ښوونځي هم ورغول شي.
د پوهنې مسوولین په داسې حال کې د ښوونځیو د رغولو خبر ورکوي چې لا هم په زیات شمېر سیمو کې ښوونځي شته خو له زده کوونکو سره یې د لوست لپاره کتابونه نشته.پای/وصال