کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
دهلمند ولايت په سلګونوتنو اوسيدونکو نن د پاکستاني پوځيانو د وروستيو تحرکاتو په غبرګون په لښکرګاه ښارکې مظاهرې وکړې.
مظاهره کوونکو د قندهار ولايت د معروف په ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو پرمختګ وغانده.
دوى د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې ډير ژر د پاکستان د دغه کار ځواب ورکړي. له دې پرته د سيمې خلک به غبرګون وښيي.
تېره اوونۍ د قندهار مقاماتو خبرورکړ چې يو شمېر پاکستاني عسکر د ډيورند له کرښې څخه په تيريدو سره د افغانستان په خاوره کې پوستې او کنډکونه جوړکړي دي.
د را رسيدلو خپرونو له مخې: د معروف ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغو پوستو د جوړولو مخه نيول شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ